ننګرهار: پر داعش برید شوی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار په پچېر اګام ولسوالۍ کې ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزی وایي، تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د ننګرهار پچېراګام ولسوالۍ تنګي سیمه کې هوایي برید کړی دی.
د مالوماتو له مخې د دې برید په پایله کې یې ۶ داعش وسله وال وژل شوي دي.
یوسفزی وایي، په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
فرهاد شهرانی

Comments