ننګرهار: پر داعش بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: هسکه مینه ولسوالۍ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ او چونګي سیمو کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې،چې د داعشیانو پر مهمو پټنځایونو شوي، شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
هسکه مېنه کې ګورګورۍ هغه سیمه ده چې د داعش مرکزونه پکې فعال دي.
په همدې حال کې د ملي اردو څلورمې لوا مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې چاڼیز عملیات کړي،چې څلور د راکټ او یوه د داهشکې میرمۍ، یوه پایه مخابره،یو حلقه چسپکي ماین او یوه اندازه چاودیدونکې توکې یې تر لاسه کړي دي .
فرهاد شهراني

Comments