ننګرهار ولایت کې د سرتیرو اونۍ د نمانځنې په ویاړ سرتیري وستایل شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو،بټي کوټ او چپرهار ولسوالۍ کې ولسي وګړو، دیني عالمانو، ځايي چارواکو او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازو یادو ولسوالیو ته د افغان ځواکونو د اونۍ د نمانځنې په مناسبت سفرکړي وو.
په یاد سفر کې د ننګرهار په نوموړو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له پوستو څخه لیدنه وکړه او د دوي هڅې اوسرښندنې یې وستایلې، له سرتیرو سره یې ژمنه وکړه، چې په هر ډول شرایطو کې د افغان ځواکونو ترشا ولاړ دي.
د یادونې وړ ده، چې د کب ۹ د افغانستان د ولسمشر له لوري د سرتیرو ملي ورځې په نوم نومول شوي اوپه ټول هېواد کې په یاده ورځ د سرتیرو له قربانیو اوهڅو څخه مننه کیږي.
فرهاد شهراني

Comments