ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونه وستایل شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه جوړه شوې غوڼده کې دافغان ځواکونو هڅې اوقربانۍ وستایلې او دافغان ځواکونو رهبرۍ اوسرتیرو ته یې له دې امله ګلان ډالۍ کړل، چې مومندرې ولسوالۍ یې په بشپړ ډول دوسلوالو له شتون څخه پاکه کړې.
په یاده غوڼده کې دیاد ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې له یوې اونۍ راهیسې په عملیاتو کې ۵تنه طالبان وژلي او ۲۰ تنه نور ژوندي نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه ژمن دي، چې دخپلې خاروې او خلکو لپاره د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړي.
فرهاد شهراني

Comments