ننګرهار: نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې پولیسو ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

د ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دغو نشه یي توکو په تړاو یې څلور تنه نیولي دي.

یاد نشه يي توکي په څلورو موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې د ملي پولیسو له خوا ضبط شول.

ننګرهار کې تېره اوونۍ هم زیات شمېر نشه يي توکي نیول شوي او عاملین یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

فرهاد شهراني

Comments