ننګرهار: ملي امنیت ځانګړي عملیات کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، په دې ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام وویل، دا عملیات تیره شپه د سره رود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري سیمه کې شوي دي.
سرچېنې د وژل شوي کس نوم رحمت الله ښودلی چې په خبره یې هدفي وژنې به یې پلان کولې.
ننګرهار او مرکز جلال اباد کې په دې وروستیو کې د داعش ډلې پياوړي کسان نیول شوي او یا وژل شوي او دا ډله له منځه تللې ده.
فرهاد شهراني

Comments