ننګرهار: له ۲۶۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د کډوالو ریاست له راستنوو شوو ۲۶۰ کورنیو سره د یو نیم میلیون افغانیو په کچه نغدي مرسته وکړه .
ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزی وایي، د دوی ادارې په همغږۍ د ماشوم ساتنې او خوراک نړیوالې ادارو له لورې له کډوالۍ را ستنوو شوو ۲۶۰ کورنیو سره د یو نیم میلیون او شپیته زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .
نوموړى زیاتوي، یوسلو شپيته کورنېو سره د خوراک نړيوالې ادارې او سل کورنیو سره د ماشوم ساتنې ادارې له لوري مرسته وشوه،چې هرې کورنۍ ته شپږ ، شپږ زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply