ننګرهار: لالپوره کې عملیات پيل شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار لال پورې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي دي.
د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسین خیل وویل، عملیاتو کې پرمختګ شوی او په هغو سیمو کې به امنیتي پوستې جوړې کړي چې تازه نیول شوي دي.
حسین خیل د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي او وايي، تر اوسه دولت ضد ډلو د افغان ځواکونو د پرمختګ مخه نه ده ډب کړې.
حسین خیل دا هم وویل چې د امنیتي پوستو د ملاتړ لپاره به په سیمه کې میشت سرحدي ځواکونه له ولسی پاڅون کوونکو سره همکار وي.
څو میاشتې وړاندې لال پورې ولسوالي مربوطه سیمې له وسله والو پاکې شوې وې خو هغه مهال بیرته وسله والو ونیولې چې ځواکونه بیرته راووتل.
فرهاد شهراني

Comments