ننګرهار: طالبان ملکي وګړي شهیدان کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو د ملکي وګړو سراچه موټر په را کټ ویشتلی او اوه تنه یې په کې شهیدان شوي دي.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي وویل، طالبانو تیره شپه اته بجې د سپین خوړ سیمه کې طالبانو سراچه موټر په راکټ ویشتلی چې او تنه یې شهیدان او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
په شهیدانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه شامل دي.
ولسوال وایي له طالبانوسره د ولسي خلکو نښته کې یو طالب هم وژل شوی ، چې جسد یې په سیمه کې پاتې دی
فرهاد شهراني

Comments