ننګرهار: طالبان د سولې پروسې سره یو ځآی شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار:راپورونه وایي، ننګرهار کې ۲۱ وسله والو له جګړې لاس واخېست.
چارواکي وایي، د ملي امنیت ریاست په هڅو ۱۸ طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شول او درې داعش وسله وال ملي امنیت ته له وسلو سره تسلیم شوي دي.
د سولې پروسې سره یو ځای شویو وسله والو د ننګرهار هسکه مېنه، نازیان، غني خېل او بټي کوټ ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیت کو.
د سولې له بهیر سره یوځای شویو وسله وال په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښکاره کړي او ژمنه یې کړې،چې تردې وروسته حکومت ضد فعالیت نه کوي.
د دې ډلې یو قومندان ویلي، طالبان له پاکستان د جګړې دستور اخلي او د سولې مخالف دي.
فرهاد شهراني

Comments