ننګرهار: طالبانو دیني عالم شهید کړی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اړوند سیمه کې مولوي هدایت الله د وسله والو طالبانو په برید کې شهید شوی دی.
ځايي خلک وايي، مولوي هدایت الله په روداتو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا په ډزو شهید شوی.
د سیمې خلکو ویلي، چې نوموړی د صدر کلي په جامع جومات کې د روژه ماتي پر مهال شهید شوی دی.
دا په تېرو دوه اونیو کې پنځم دیني عالم دی چې د وسله والو طالبانو لخوا په ننګرهار کې شهید کیږي.
طالبان هر هغه کس په نښه کوي چې د سولې ملاتړی او د جګړې مخالف وي.
فرهاد شهراني

Comments