ننګرهار: طالبانو جومات کې قومي مشر شهید کړی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د جمعې په ورځ له لمانځه وړاندې طالب ترهګرو جلال اباد کې یو قومي مشر باندې جومات کې ډزي کړي او شهید کړی یې دی.

ګل خالق شینواری چې د ترهګرو له امله ښار ته کډه شوه و، تېره ورځ د جلال اباد ښار انګور باغ سیمه کې په داسې حال کې په ډزو شهید شوی چې لمانځه ته ناست و.

ګل خالق شینواري تر دې وړاندې هم د جګړې قرباني دی او د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي.

ګل خالق شینواری د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسیدونکی و چې د نظام ملاتړ يې کو او ترهګرو پروړاندې یې حقایق بیانول.

فرهاد شهراني

Comments