ننګرهار: شهید شویو سرتېرو کورنیو سره مرسته

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د شپاړلس سوه شهید شویو پولیسو کورنیو سره ۱۷۳ ټنه غنمو مرسته پیل شوه .

ننګرهار ولایت مقام وایي، دې ولایت کې د ملي او سیمه  ییزو پولیسو،عامه نظم او سرحدي ځواکونو په لیکو کې د ۱۶۲۲ شهیدو  سرتېرو کورنیو سره د هندوستان هېواد په همکارۍ د ۱۷۳ ټنه غنمو مرسته پیل شوه .

د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، یاده مرسته چې نن پیل شوه،د څو ورځو په ترڅ کې به د هغه شهید شویو پولیسو کورنۍ او سرتېرو کورنیو ته ورکړل شي،چې د هېواد په ساتنه کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي.

دا مرستې د ولسمشر په لارښوونه شږې چې ټولو ولایتونو کې به یې ویش دوام پیدا کړي.

فرهاد شهراني

Comments