ننګرهار: د طالبانو یو قومندان ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولایت مومندرې، کوز کونړ او مرکز جلال اباد ښار بېلابېلو سیمو کې د امنیتي منسوبینو له لورې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ووژل شو او څلور تنه د جرمونو په تور د پولیسو له لورې ونیول شول .
امنیه قومنداني وايي، د مومندرې ولسوالۍ په ۲۸مې ویالې سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د قیس په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان ووژل.
همدا راز د کوز کونړ ولسوالۍ په سلام پور سیمه کې درې تنه د لاسي او سایطو ضد ماینونو او د کلاشینکوف مرمیو سره یو ځای ونیول شول .
پولیسو همدا راز د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د پلټنې پر مهال یو تن د یو میل تفنګچې سره چې د ګرځیدو قانوني اسناد یې نه لرل نیولی دی.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply