ننګرهار: د طالبانو د ښاري شبکې غړی ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، جلال اباد ښار کې د وسلوالو طالبانو ښاري شبکې غړی ووژل شو.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، تيره شپه د ملي امنیت ځانګړي ځواکونو د جلال اباد ښار دریمه ناحیې په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړي ،چې په پايله کې د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې غړى رفيع الله چې د قوماندان شاهين دګروپ غړى وژل شوى دى.
د ولایت مقام د مالوماتو له مخې له نیول شوي کس څخه يو ميل تومانچه ځواکونو لاس ورغلې ده.
فرهاد شهراني

Comments