ننګرهار: د شاتو تولیدات زیات شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله د شاتو تولید زیات شوی دی.
د ننګرهار د شاتو مچیو امر شاولي خان وایي، سږ کال ننګرهار کې ۵۰ ټنه شات تولید شوي چې تر بل هر کال زیات دي.
د شاه ولي په خبره، دا شات له درې سوه فارمونو ترلاسه شوي او تولیدوونکو یې سږ کال ښه ګټه کړې ده.
شاوه ولي ټینګار کوي که په شاړو ځمکو کې د شاتو مچیو لپاره مصنوعي ځنګلونه جوړ شي،نو په حاصلاتو کې به یې د زیاتوالې ترڅنګ ګڼ شمیر بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي .
دا په داسې حال کې ده،چې په وروستیو کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې سلګونو بې وزله کورنیو ته د ورځنيو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د شاتو مچۍ ورکړل شوي دي .
فرهاد شهرانی

Comments