ننګرهار: د داعش ۳ مرکزونه له منځه لاړل

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، هسکه مېنه کې د داعش وسله والو درې مرکزونه لمنځه يوړل شول
ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، هسکې مېنې ولسوالۍ اوغز سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو درې مرکزونه لمنځه وړل شوي دي.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې په دغه مرکزونو کې يو شمېر داعش وسله وال هم وژل شوي، چې کره شمېره يې څرګنده نده.
هغه وایي، همدا راز د عملياتو پرمهال د دوی يو شمېر درنې او سپکې وسلې او بېلابېل ډوله تخريبونکي توکي هم لمنځه وړل شوي دي.
داعش وسله والو له دغه مرکزونو څخه په ګټې اخيستنې په هسکې مېنې ولسوالۍ او نورو ځايونو کې د تخريبي کړنو په موخه پلانونه جوړول او له همدې ځایه يې تروريستي کړنې رهبرې کولې، چې په لمنځه وړلو سره يې د ډيرو ناوړه کړنو مخه ونيول شوه.
فرهاد شهراني

Comments