ننګرهار: د داعش مهم قومندان ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې د داعش ډلې مهم قوماندان مولوي سلیمان د څلورو نورو ملګرو سره يو ځای ووژل شو.
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
تېره شپه د اچین ولسوالۍ عبدالخېلو سوارو بند سیمه کې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په برید کې د داعش ډلې مهم قوماندان مولوي سليمان له څلورو نورو ملګرو سره يو ځای ووژل شو.
په دې بريد کې د دوی يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
د بريد پرمهال په سيمه کې امنيتي مسئولينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
فرهاد شهراني

Comments