ننګرهار: د داعش درې مرکزونه ویجاړ شوي

comments 0

44 Views

هندوکش – ننګرهار: مسوولین په ننګرهار کې د داعش درې مرکزونو د ویجاړولو خبر ورکوي.
یوې امنیتي سرچینې وویل چې تېره ورځ ناوخته بهرنیو ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورکورۍ سیمه کې پر داعش هوایي بریدونه کړي دي.
سرچینه وایي په دغو بریدونو کې ددرې مرکزونو ویجاړېدو سره بېره نهه داعش هم وژل شوي دي.
همداراز تېره ورځ نامالومه وسله والو په جلال آباد ښار کې دوه پولیس وژلي دي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره ورځ د روژه ماتي پرمهال وسله والو په تالاشۍ چوک کې پر دغو پولیسو ډزې کړي دي.
خوږیاڼی وایي، دواړه پولیس وژل شوي او وسلې یي هم وسله والو له ځانه سره وړي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments