ننګرهار: د داعش استخباراتي مسوول وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش لوړ پوړي او مهم غړي وژل شوي دي.
د وژل شویو په ډله کې د داعش استخباراتي مسول صدیق یار اورکزی، اچین کې د جګړې مسول سعید عمر او یو شمیر نور مهم قوماندانان شامل دي.
راپورونه وايي، تیره شپه صفر دوه قطعې د اچین مامندرې په شلخي سیمه کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړی چې د ټولو وژل شویو کسانو شمیر یې اوه ویشت کسانو ته رسیږي.
عملیاتو کې د داعش ډلې څلور مرکزونه هم له منځه تلي دي.
په تېره یوه میاشت کې داعش ډلې باندې ځمکني عملیات او هوايي بریدونه پيل شوي چې مهم کسان یې پکې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments