ننګرهار: د جرمونو په تور نهه کسان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار له مطبوعاتي دفتر له خبر پاڼې سره مل عکسونه خپاره شوي چې په مرکز جلال اباد ښار او کامې ولسوالۍ کې پوليسو د بېلابېلو جرمونو په تور نهه تنه نيولي دي.
خبر پآڼه لیکي چې د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو د دريمې ناحيې سيمه کې دوه تنه د غلا او يو تن د دولتي ځمکې د غصب په تور نيولي.
همدا راز د کامې ولسوالۍ پوليسو په شيرګړ سيمه کې پنځه تنه د قتل په تور نيولي دي.
په ورته وخت کې د دويمې امنيتي حوزې پوليسو د جلال اباد ښار د هډې فارم سيمه کې د پلټنې پر مهال يو تن له يو ميل تفنګچې سره چې د ګرځيدو قانوني اسناد يې نه درلودل نيولی .
د خوږيانو ولسوالۍ پوليسو په خپله مربوطه ساحه کې د وسله والو طالبانو يو عراده ډاډسن موټر چي په يو سرای کې د ترميم په موخه ودرول شوې وه نيولی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply