ننګرهار درې ولسوالیو کې داعشیان وژل شوي

comments 0

هوایي بریدونو کې د داعش دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيآن دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، بریدونه او عملیات په خوږیاڼو، هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې شوي چې افغان لوري ته پکې هیڅ زیان نه دی اووښتی.
مشرقیوال وایي، د خوږیاڼو ولسوالۍ په چینارګي او غلو چینې سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د مشرقیوال په خبره، د هسکې مینې ولسوالۍ په سلا کڅ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید له امله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
د امنیه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، همدا راز د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې د پاکستانیانو او ازبکستانیانو په ګډون اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply