ننګرهار: درې تنه د غلا په تور نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مرکز جلال اباد او سره ردو ولسوالۍ کې پولیسو یو تن د وسلې ګرځولو په جرم او دوه نور د غلا په تور نیولي چې اوس په نظارت خونه کې تر څېړنو لاندې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د سره رود کمبو خوړ کې پولیسو یو تن نیولی چې ناقانونه وسله به یې ګرځوله.
د خوږیاڼي په خبره، دغه راز پولیسو د ښار په څلورمه ناحیه کې دوه تنه د غلا په تور نیولي چې له خلکو به یې لویو لارو کې شوکې کولې او موبایلونه به یې غلا کول.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو د ګزمې پر مهال د سړک په غاړه يو ماين مخکې تر چاودنې کشف او د ملي ادرو په همکارۍ يې لمنځه يوړه.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply