ننګرهار: داعش او طالبانو نښته کړې

comments 0

152 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته پیل شوې ده .
یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته وویل چې نښته له نن سهاره د یادې ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې پیل شوې ده.
سرچینه وایي، دوه طالبان وژل شوي او درې نور یې داعش وسله والو له ځانه سره بیولي دي.
د سرچینې په خبره اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده .
د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ځینو سیمو کې طالبان او ځینو کې داعش فعالیت لري چې ډیر کله یې د خپل منځي نښتې له کبله ځایي خلک بې ځایه کیږي.پاکستان بیا پرکونړ بریدونه کړي
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments