ننګرهار اچین ولسوالۍ کې یو تن د خپلې مېرمنې او زوي د قتل په تور نیول شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ولسوال عاشق الله سادات رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د لاجبر په نوم یو کس چې خپله مېرمن او زوی په تبر وژلي دي، لامل یې تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو قاتل یې نېول شوی دی او اوس مهال په اچین ولسوالۍ په جنايي جرمونو مدیریت کې ترې څېړنې رواني دي.
فرهاد شهراني

Comments