ننګرهار: افغان ځواکونو طالبان وژلي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو کې ٢ جنګي طالبان ووژل شول،درې ټپیان شول او یو بل ونیول شول.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو او جنګي طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې دوه جنګي طالبان وژل شوي.
خبرپاڼه لیکي، په دې عملیاتو کې درې طالبان ټپیان دي او یو بل ژوندی نیول شوی،همدا راز شپږ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي .
د دې عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی،خو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي
فرهاد شهراني

Comments