ننګرهار: اته کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د چاودیدونکو توکو او ماینونو ځای پر ځای کولو په ګډون ټول اته وسله وال ونیول شول.

والي شاه محمود میاخیل وايي، دغو کسانو په ډله کې درې یې داعش او پنځه نور هغه کسان دي چې د نورو دولت ضد فعالیتونو سربیره یې په جلال اباد ښار کې چاودیدونکي توکي او ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

دغه کسان د ملي امنیت له لوري په جلال اباد ښار، خوږیاڼو، مومندرې، غني خیلو او بټي ک ټ ولسوالیو کې نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو چاودیدونکي توکي، بې غږه وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

والي وويل، جلال اباد ښار کې د نا امنيو وروستيو پېښو تر شا د داعش او طالب وسله واله ډلې لاس لري او زياتوي چې په ولسواليو کې تر ماتې خوړلو وروسته دغو ډلو ښار کې غلچکي بريدونه پيل کړي او غواړي خپلې ډلې فعاله وساتي،چې خوشبختانه د ملي امنیت منسوبینو له لورې ګڼ کسانو د نیولو ترڅنګ د مخنیوي اقدامات هم پیل دي .

مياخېل تر پخوا د ننګرهار وضعيت ښه یاد کړ او وايي، ډيرو ولسواليو ته چې له کلونو حکومت نه شو رسېدلی اوس د ولس په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې د حکومت تر حاکميت لاندې ورغلي دي.

فرهاد شهراني

Comments