ننګرهاریان ارګ ته خبرداری ورکړی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې هغه کسان چې د برېښنایي تذکرو د ژر وېش او ملاتړ په پار راټول شوي وو، خبراداری ورکړ، که راتلونکي اوونۍ په ننګرهار کې د تذکرو وېش پیل نشي له ارګ سره پرېکون کوي.
په یوه پراخه غونډه کې ولایتي شورا غړي، قومي مشران، دیني علماء ، مدني فعالان او ځوانان راټول شوي و او له ولسمشر یې غوښتنه وکړه چې د تذکرو ویش دې پراخه کړی.
ویناوالو هغه خلک پردیپال او جاسوسان یاد کړل، چې د برېښنایي پېژندپاڼو پر وړاندې خڼډونه جوړوي .
له ولسمشر غوښتنه شوې چې هویت دې د سیاستونو نه قرباني کوي او نه دې په دې برخه کې مصلحتونه کوي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply