ننګرهارکې ۲۰ تنه طالبان دسولې له پروسې سره یوځای شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي،چې دننګرهار ولایت په خوګیاڼو، چپرهار او مومندرې ولسوالیوکې ۲۰ تنو وسلوالو طالبانو له حقیقت درک کولو څخه وروسته خپلې وسلې په ځمکه کیښودې او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شول.
چارواکي وايي، چې له یادې تسلیم شوې له نورو ترهګرو ډلو څخه وغوښتل،چې نور دې له جګړې لاس واخلي او دپردیو په خوښه دې خپل بې ګناه افغانان نه وژني.
وسلوالو طالبانو تراوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments