ننګرهارکې د ۵ پاکستانیانو په ګډون ۱۶ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

ندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په شیر زاد ولسوالۍ دوبندي او شرلال خیلو کليو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون ۱۶تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې وسلوال طالبان لا هم په لویو ښآرونو او دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه کوي.
په عین حال کې د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکي د افغان ځواکونو دملاتړترڅنګ له طالبانو غواړي، چې جګړه بس کړئ او سوله وکړئ.
فرهاد شهراني

Comments