ننګرهارکې ديني عالمانو له خلکو وغوښتل، چې کرونا ویروس د له منځه وړلو په خاطر د روغتیا وزارت لارښوونې عملي کړي

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: ننګرهارکې دیني عالمانو په یوه جوړه شوې غونډه کې له ولسونو وغوښتل، چې د کرونا وژونکې ناروغۍ جدي ونیسي او د له منځه وړلو لپاره یې په کورونو کې پاتې شئ.
دوی همدا راز په شتمنو غږ وکړ، چې د امکان ترحده د بیوزلو سره مرستې ترسره کړي په خپلو معاملاتو او خوراکي توکوپ ه بیه کې لوړوالی رانه ولي.
یادو دیني عالمانو په هېواد کې په ټولو دیني عالمانوغږ وکړ، چې د کرونا وژونکي ویروس په وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین کې خپل مسولیت ادا کړي.
فرهاد شهراني

Comments