ننګرهارعلما‌ له طالبانو غوښتي چې اوربند دې نور هم وغځوي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار کې یو شمېر دیني عالمانو او مخورو له ښکیلو خواو او په خاص ډول له طالبانو غوښتي چې د اوربند موده د نوره هم وغځوي .
ننګرهار ولایت خبرپاڼې وايي، یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د حکومت او طالبانو له لورې د شته اوربند هرکلی وکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې د اختر د ورځو اوربند دې په دایمې اوربند بدل کړي.
دوی له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې بین الاافغاني مذاکراتو مېز ته کېنې ترڅو په هېواد کې رواني جګړې اووینې توېدنې مخنیوی وشي .
دیني عالم محمد طاهر احمدزي، قومي مشر چترال همت شینواري،دیني عالم مولوي جلال ابادي، قومي مشر سید جهان جهاني او یو شمېر نورو په خپلو خبرو کې وویل، هغه مسايل،چې طالبان پکې تر ټولو زیاتې ستونزې لري دوی چمتو دي چې د منځګړو په توګه پکې برخه واخلي ترڅو اختلافات ته د پای ټکي کېښودل شي.
د غونډې ګډونوالو خپل پریکړه لیک هم ولوست او غوښتنه یې وکړه چې څومره ژر کېدای شي د بین الاافغاني مذاکراتو ترڅنګ افغان حکومت او وسله وال طالبان دي د نورو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي په حاطر سولې ته د نژدې کېدو لپاره هڅې چټکي کړي.
فرهاد شهرني

Comments