ننګرهار:د کور فرهنګي مرکز په نوم د نجونو يو بهیر افغان سرتیرو ته بیرغونه ډالۍ کړل

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې د کور ادبي ټولنې په نوم يو ادبي بنسټ پرون د کابل  ـ ننګرهار پرلويه لاره د ولس د ساتنې په خاطر شپه او ورځ خدمت ته د تيارو سرتیرود پوښتنې تر څنګ دوی ته ملي بیرغونه ډالۍ کړل.

د کور فرهنګي ټولنې مشرې مقدسې احمدزۍ او څو تنو نورو پيغلو د جمعې له سهاره پیل يي له ننګرهار څخه راوکړ او پر دې لویه مهمه لاره يي په لسګونو پوستو کې د سرتیرو د حال احوال تر څنګ ددوی  لپاره راوړل شوې ډالۍ هم سرتیرو ته ډالۍ کړې.

آغلې مقدسې احمدزۍ وويل چې سرتیري په سخت حالت کې ګران افغانستان له پردي پالي دښمن څخه ژغوري او پر لويه لاره دا په آرامه سفر کونکي ولسونه په هر حالت کې ددې سرتیرو د مينې پوروړي دي.

دوی وویل چې ملي بیرغ ځکه دې سرتیرو ته ډالۍ کوي چې د همدې غازيانو ستړې او قربانۍ دي چې نن زموږ ملي بیرغ د هیواد او نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپيږي.

کور ادبي ټولنې د افغان سرتیرو د ميړانې او قربانيو ستاينه وکړه او ډاډ يي ورکړ چې د وروڼو په څير به خويندې هم ددوی د قربانيو او ميړانې ستاينه وکړي.

هیله ارمان ـ ننګرهار

Comments

Leave a Reply