ننګرهار:د طالبان د جلب او جذب مسوول ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولايت د رسنیو له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د مرکز جلال اباد ښار او شېرزادو ولسواليو کې ملي امنيت مسئولينو د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسئول او يو غړی نیولي.
د خبرپآڼې د معلوماتو له مخې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسئول مولوي رفيع الله، چې د خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکی دی د جلال اباد ښار په څلورمې ناحيې کې کې نیول شوی دی.
خبرپاڼه لیکي، همدا راز د وسله والو طالبانو يو بل غړی ملا صابر د دې ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې نیول شوی، چې په ياده سيمه کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې.
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply