نظام قیصاري ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: فاریاب کې د جنبش ګوند ولایتي مسول عطامحمد فیضی رسنیو ته ویلي چې دغه ولایت کې کمانډو ځواکونو د جنبش ګوند پورې تړاو لرونکی د ولسی پاڅونکونکو عمومي قومندان له نیولو وروسته کابل ته انتقال کړی.
نظام قیصاری په شمال کې د جنرال دوستم لوی نظامي قومندان وو چې څو ورځې مخکې یې امنیتي ځواکونه په مرګ ګواښلي وو.
نظام قیصاري په جنګي جنایتونو هم تورن دی او کمانډو ځواکونو ته امر شوی و چې ژوندی یې ونیسي.
د قیصاري له نیول کیدو وروسته د جنبش پلویان او ملیشې ښار ته راوتلې وې او د قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه یې کوله.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments