نشه يي او چاودیدونکي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – لغمان: د اوه تروریستانو په ګډون شپږ تنه د ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي او ۲۰ بیلره چاودېدونکو موادو سره لاس په لاس ونیول شول.
د لغمان ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د ملي امنیت د منسوبینو او د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له لوري د بېلا بېلو کشفي معلوماتو او اپراتیفي ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د الیشنګ هډې او دغه راز د تیګړیو په سیمو کې د وسلوالو مخالفینو په ډلې پورې تړلي دوه تنه تروریستان او دغه راز شپږ تنه نور د نشه یي او چاودېدونکو توکو سره یو ځای لاس په لاس نیولي دي.
خبرپاڼه لیکي چې د لغمان د امنیه قوماندانۍ پولیسو د تیګړیو په سیمه کې د کشفي راپور په اساس د عبدالله او عزت الله په نومونو دوه تنه له ۲۰ کوچني پلاستیکي بیلره چاودېدونکي توکو سره نیولي.
د خبرپاڼې په لیکنه، د ملي امنیت منسوبینو بیا د جلا اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه چې په یو فلډر موټر کې یې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو انتقالول لاس په لاس نیولي دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply