نشنل انټرسټ: له ترهګرو د ملاتړ له امله دې پر پاکستان فشارونه ډېر شي

comments 0

هندوکش-امریکا: امریکايي خپرونې نشنل انټرسټ له ترهګرۍ د ملاتړ په خاطر پر پاکستان د فشار د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
نشنل انټرسټ وايي :«د امریکا د جمهوری پال او ډیموکراټ ګوند ډيری مشران په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د موجودیت په خاطر د دغه هېواد په مقابل کې د متحدو ایالتونو د سخت دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي». دا خپرونه زیاتوي:« د افغانستان ډیری ستونزې؛ که امنیتي دي یا اقتصادي او سیاسي، د پاکستان له کبله دي».
نشنل انټرسټ پاکستان په افغانستان کې د سولې خنډ بللی او زیاتوي، امریکا پاکستان ته مرستې کمې کړې او ښايي نورې یې هم کمې کړي.
دغې نشریې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند له قوله لیکلي، «دغه ګوند کولی شي د پاکستان پر هغو ادارو او افرادو بندیزونه ولګوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي. خپرونې د انتخاباتو لپاره تیاري کمزورې بللې، خو ترکیې ته یې د جنرال دوستم تګ ښه ګام بللی دې. نشریې د ولسمشر او اجرائیه رئيس ترمنځ د اختلافاتو یادونه هم کړې، خو ویلي یې دي چې له دې سره سره د افغانستان د حالاتو ښه کېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

مترجم فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply