نريندر مودي: هغو هېوادونو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره سي چې له ترهګرو ملاتړ کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – آلمان : جی ۲۰ په ناسته کې د هندوستان لومړې وزیر نریندرا مودي وویل چې هغو هیوادونو ته باید ناستې کې ونډه نه وی ورکړل شوې چې خپلو سیاسي اهدافو لپاره له ترهګرو ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه: د ترهګرو ډلو فعالیت افغانستان کې پراخ شوې او د هغو هیوادونو پر وړاندې لازمي اقدامات ترسره شي چې ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي.
په دغه ناسته کې نرندرا مودي د ناستې غړیو هیوادونو ته خبردارې ورکړ او وی ویل: اوس مهال ترهګر جنوبي آسیا کې مخ په قوي کیدو دي چې آینده کیدای شي اروپا وګواښي.
مودي زیاته کړه چی نړیوال ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې ضعیف عمل کوي او د جی ۲۰ غړيو ته پکاره ده چې هغو هیوادو پر وړاندې ودریږي چې ترهګرو نه ملاتر کوي او هغو ته يې پتنځایونه ورکړي دي.
پایله کې د آلمان صدراعظمی انګلا میرکل ترهګرو پر وړاندې پر مبارزه تینګار وکړ او وویل چې مونږ باید ترهګړو پر وړاندې په رښتیني دول ودریږو او مبارزه وکرو..
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply