نجیب کابلي: بهرنیو هیوادونو ته ژمن افغان ګوندونه دې ترڅارنې لاندې ونیول شي

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د ملي مشارکت ګوند ریس یوې غونډې ته په وینا کې په ډاګه کړه چې هغه ګوندونه او سیاسیون چې بهرنیو هیوادونو ته کار کوي باید تر جدي څار لاندې ونیول شي.
نوموړې چې پر ځینو سیاسي موضوعاتو بحث کاوه پر ځینو ګوندونو یې تور پورې کړ چې د بهرنیو هیوادو ګټو ته ژمن دي او د ملي ګټو پر خلاف عملا کار کوي.
نوموړي په یادې غونډې که وویل، ګاونډي هیوادونه د افغان کډوالو له مجبوریتونو استفاده کوي او هغوی د جګړې لپاره سوریې او نورو ځایونو ته لیږي.
نوموړې د خبرو په پاې کې د افغانستان له کشفي او استخباراتي ادارو وغوښتل چې سیاسیون باید ترجدي څیړنې ونیول شي او حکومت دې باید د ایران او پاکستان پر تخریبي فعالیتونو ډیرې تمرکز وکړي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم رسنیو په دې اړه ریپورتونه خپاره کړي وو چې ګواګښې ایران او پاکستان د سورېې په جګړې که له افغان مهاجرینو ګته پورته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments