نجیب دانش: پاکستان به متقابل اقدام سره مخ سي

comments 0

هندوکش – کابل : نجیب دانش د کورنیو چارو وزات ویاند وایي پاکستان د ډیورند پر فرضي کرښې د دیوال جوړلو هیڅ حق نلري.
نوموړې دغې خبرې هغه مهال وکړې چې پاکستاني پوځ وویل، د افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.
د پاکستان پوځ نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د دغه دېوال جوړوني لومړنی پړاو به په باجوړ، مومندو او خیبر قبایلي سیمو کي بشپړ سي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خبرداری ورکړ، چي که پاکستان پر ډیورنډ کرښه دېوال یا نور تاسیسات جوړ کړي، دوی به متقابل اقدامات وکړي.
نوموړي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کي وویل؛ پاکستان تر دې مخکي هم پر ډیورند فرضي کرښه د تاسیساتو د جوړولو تېروتنه کړې وه، چي زموږ د سخت عکس‎العمل سره مخ سو.”
غفور لېوال د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغان او پآکستانحکومت تر منځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د دېوال جوړولو په اړه هېڅ ډول توافق نه ‎دی شوې او دا چاره په سیمه کي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي مرسته نه سي کولای.
د لېوال په وینا، افغان حکومت به د هر هغه اقدام مخالفت وکړي، چي د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پرتو ولسونو د خوښي خلاف وي.
پاکستان او افغانستان ترمنځ بولدک کې د نښتې له امله د دوارو هیوادونو تر منځ وضعیت ترینګلې شوې دې چې له امله یې پاکستان ته صادراتي توکو کې لوي اقتصادي تاوان اوښتې ده.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply