آزاد: د حسن روحاني وروستۍ څرګندونې بې بنسټه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ولسمشر د ویاند  مرستیال نجيب الله آزاد د ایران د ولسمشر حسن روحاني  هغه څرګندونې چې د اوبو د بندونو جوړیدو په اړه يي کړې وې بي ځایه بللي.
نوموړي له رسنیو سره په مرکه کې ويلي دي چې د افغانستان اوبو د هیواد خپل حق دی او موږ يي د مديريت په برخه کې مسولیت  لرو.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ایران ولسمشر په یوه کنفرانس کې چې د چاپیریال ساتنې تر نامه لندې جوړه شوې وه ویلي وه چې په افغانستان کې د کمال خان، کجکي او سلما بندونو پر وړاندې بې‎تفاوته نه‎شي پاتې کېدای.
کابل میشت نظامي او سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په هغو ولایتونو کې چې دا بندونه په‌کې دي د طالبانو په‌شمول د وسله‎والو ډلو ملاتړ د همدې هدف لپاره کوي، څو د اوبو د بندونو د رغولو او ودانولو چارې ټکنۍ کړي.
بلخوا بیا افغان چارواکې وایې چې هڅه کوي ترڅو خپلې اوبه مهار کړي چې اوس مهال ۸۰ په سلو کې اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply