نبیل: ګیلاني له حقاني ډلې سره لاس لري

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت پخواني رئیس پر حامد ګیلاني تور پورې کړ چې له حقاني ډلې سره لاس لري.
رحمت الله نبیل وروسته له هغې دغه تور پورې کړ چې ګیلاني پخپله وروستۍ وینا کې د طالبانو مرکزونه دننه په افغانستان کې وبلل.
نبیل ادعا وکړه چې ګیلاني څو ځل په خپل موټر کې د حقاني غړي له اسلام اباد کابل ته راوړي دي.
هغه زیاته کړه چې حامد ګیلاني د حقاني ډلې له غړو سره مرسته کړې چې په کابل کې د انس حقاني سره په زندان کې وګوري.
هغه زیاته کړه چې محاذ ملي هڅه کوي د حقاني ډلې غړي له بنده را خوشې کړي.
نبیل وايي حامد ګیلاني وروستۍ څرګندونې د پاکستان په لارښوونه او لمسون کړې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply