نبیل: خلیلزاد هڅه کوي چې اوسنۍ نظام د پاکستان په غوښتنه بدل کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت مخکینی مشر رحمت الله نبیل وایي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوسنی سیاسي فورمول ( نظام) د پاکستان په غوښتنه بدلوي.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ” یو مهم ټکی چې ډیر پام ورته نه دی شوى، دا دی چې ډاکټر خلیلزاد هڅه کوي د بن تړون او د دې ارزښتونه او جوړښتونه منتفي کړي.
هغه په وار وار ویلي چې د افغانستان لپاره “نوې سیاسي فورمول” ته اړتیا ده.
ډاکټر خلیلزاد اوس د پاکستان او طالبانو د غوښتنو سره همغږی شوی او هڅه کوي اوسنی سیستم ( چى د بن ميراث دی) د “نوي سیاسي فورمول” سره بدل کړي چې د طالبانو او پاکستان غوښتنو سره سمون لري.
نبیل تر دې وړاندې هم افغان سوله کې د پاکستان په نیت شک ښودلی و او خلیلزاد يې تورن کړی دی چې ګواکې غواړي نظام پاکستان ته وسپاري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments