ناپآکه اوبه له جګړې خطرناکه دي

comments 0

هندوکش – کابل: ملګري ملتونه وایي، په جګړه ځپلو هېوادونو کې د جګړې په نسبت احتمالاً درې برابره زيات ناپاکه اوبه کم عمره ماشومان وژني.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره يا يونېسف ويلي، په جګړه ځپلو هېوادونو کې تر ١٥ کلنۍ کم عمره ماشومان د جګړې په نسبت تر ډېره د نس ناستي یا اسهالاتو په ناروغيو اخته او له منځه ځي.

د نظافت نشتوالی او د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې کموالی هغه لاملونه دي چې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو د مړینې لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ١٦ هېوادونو کې د مړينې شمېر ته کتنه شوې ده.

دا هغه هېوادونه دي چې له اوږدې مودې راهيسې په کې جګړې روانې دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments