ناټو یوځل بیا ژمنه کړې چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ناټو غړو هېوادونو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د ویډیوي کنفرانس له لارې په خپله وینا کې د سولې ملي پروسې څخه ملاتړ وکړ او هیله یې ښودلې چې په یاده پروسه کې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د جګړې ښکیلې خواوې باید یوې هوکړې ته ورسیږي، ترڅو وکولای شي په افغانستان کې تاوتریخوالي پای ته ورسیږي او سوله راشي.
د ناټو عمومي سرمنشي یو ځل بیا ټیګاروکړ، چې د افغانانو او افغانستان ترڅنګ ولاړ دي او له افغان حکومت سره به خپلې مرستې دوامدارې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments