ناټو پر طالبان فشار زیاتوي

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند  : د ناټو ملکي سفیر وایي، پر طالبانو نظامي فشار زیاتوي چې د سولې خبرو ته کیني.

د ناټو ملکي سفیر چې هلمند ولایت ته سفر کړی و، هلته یې په یوه غونډه کې ډاډ ښودلی چې درې زره نوي پوځ مشاورین به د افغانستان د جګړې په کنټرول کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې د ناټو غړو هېوادونو نظامي مشاورین له افغان ځواکونو سره مرسته کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې بریالي شي.

د هلمند والي د ناټو له ملکي استازي سره په لیدنه کې ډاډ ترلاسه کړی چې ناټوبه د ټاکنو په امنیت کې هم لازمه مرسته ورسره وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات ویلي چې د ناټو په همکارۍ افغان ځواکونه کولای شي، افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړي.

حیات ویلي چې افغان ځواکونه د ټولې نړۍ په استازیتوب له ترهګرو سره په جګړه دي او اړتیا ده چې بهرني هېوادونه مرسته وکړي.

ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments