ناټو: پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د ایتلافي ځواکونو هوايي بریدونو اوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړی دي.
کابل کې د غوڅ ملاتړ له لوري رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بریدونه د هلمند نهر سراج، مرکز لښکرګاه، د کاپیسا اله سای او خوست ولایت کې شوي دي.
سرچېنې لیکلي، د خوست په موسی خېلو کې هوايي برید د طالبانو پر موټر بم شوی چې د برید لپاره چمتو شوی وو.
د افغان ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو سره د اړتیا پر مهال بهرني هوايي ځواکونه هم مرسته کوي چې مهم طالب قومندانان پکې په نښه کیږي.
وروسته له هغې چې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو تېښته وکړه پر طالبانو بریدونه زیات شوي دي.
فکور نعیمي

Comments