ناټو پر افغان سیاستوالو غږ کړی

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د ناټو ملکي څانګې د افغانستان له سیاست کوونکو غوښتي چې د سولې په تړاو له اختلافاتو لاس واخلي او قرباني ورکړي.
د ناټو ملکي استازي کارنیلیوس زیمرمن ویلي، د افغانستان له سیاست کوونکو غواړي چې ټول اختلافات شاته پرېږدي او قرباني ورکړي، څو قدم په قدم د سولې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.
پر دې سربېره زیمرمن ویلي، افغانان باید خپله تصمیم ونیسي چې کومې لاسته راوړنې ساتي.
هغه کابل کې له یو خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، یوازې سیاسي هوکړه کولی شي، افغانستان کې شخړه هواره کړي.
زیمرمن ویلي، ناټو نه غواړي چې افغانستان کې د تیرو اتلس کلونو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي، خو په وینا یې افغانان کولی شي تصمیم ونیسي چې کومې لاسته راوړنې ساتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments