ناټو له طالبانو جدي غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: ناټو غوښتنه کړې چې طالبان دې پرته له شرطه د سولې خبرو ته حاضر شي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي، د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې پروسې کې مهم رول لوبولی شي او افغان حکومت باید خپل هڅې دوه برابره کړي.
د ناټو ملکي استازی کورنیلوس زیمرمن د ناټو د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې په افغانستان کې یې حضور تر ناملومه وخته دی او طالبان باید د سولې خبرو ته حاضر شي.
له دې سره د ناټو ملکي استازي وویل چې ښايي زرګونه نور تازه دمي سرتیري افغانستان ته ولېږي چې وبه کولای شي د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو ملا قوي کړي.
نوموړي همدارازهیله څرګنده کړه چې د ټاکنیزو کمېسیونو ستونزې به حل او ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply