ناټو له بریتانیا سره افغان وضعیت باندې غږیدلې

comments 0

هندوکش – امریکا: د ناټو سرمنشي ين سټولټنبرګ د برېټانيا لومړۍ وزيرې ټرېزا مې سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړي دي.
سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو له لوري د افغان ځواکونو د روزنې بهير ستايلی او دا چاره يې اړينه ګڼلې.
د ناټو سر منشي په دغه سازمان کې د برېټانيا له پراخې ونډې مننه کړې اوترڅنګ يې په يو شمېر نورو امنيتي مووضوعاتو هم خبرې کړي دي.
په ورته وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له روسي ولسمشر ويلاد ميرپوتين سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي او غوښتنه يې کړې ، چې د سياسي حل په موخه خپلې هڅې ګړندی کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې زیات کار شوی او هيله مندي يې ښودلې، چې په راتلونکي کې به سټراټيژيکو امنيتي خبرو ته ورسېږي.
پمپيو سره په ليدنه کې د روسې ولسمشر ولاد مير پوتين د افغانستان روان حالت نازک ښودلی.
فکور نعیمي

Comments